د چارو ادارې لوی رئیس د کونړ والي سره ولیدل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کونړ والي محمد اقبال سعید سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د کونړ والي د دې ولایت د سیمه ییزې ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو معلومات وړاندې او د سیمه ییزې حکومتولۍ، اصلاحاتو او پراختیایي پروژو د عملي کیدو په اړه ځینې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کونړ ولایت د رهبرۍ هڅې وستایلې او ویې ویل، چې د جمهوري ریاست د چارو اداره به د متوازنې پراختیا د بنسټي کیدو او د جلالتماب جمهور رئیس د لیدلورو د عملي کیدو په موخه د مرکزي ادارو له لارې ټولو ولایتونو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي او کونړ ولایت ته به هم پاملرنه وشي.