د افغان پوسټ د حقوقي شخصيت د بدلون د څرنګوالي په اړه غونډه وشوه


د افغان پوسټ د حقوقي شخصيت د څرنګوالي د بدلون په اړه د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم د عملي کيدو په موخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ د اړوندو ادارو د استازو په ګډون غونډه وشوه.
د چارو ادارې مرستيال وويل، چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم د عملي کيدو په موخه د مخابراتو، ماليې او عدليې وزارتونه مکلف دي څو د افغان پوسټ د اساسنامې د بشپړولو او د ملکيتونو د لېږد په برخه کې يې جدي او هر اړخيزه ګامونه واخلي.
د ماليې، مخابراتو او عدليې وزارتونو او پلټنې عالي ادارې استازو د افغان پوسټ له لوري د خپلو منقولو او نا منقولو شتمنيو په اړه دچمتو شوي راپور په تړاو خپل نظرونه څرګند او ژمنه وکړه چې د دغه بهير له چټکتيا سره به هر اړخيزه همکاري وکړي.
په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم د درېيمې مادې له مخې به ټاکل شوی پلاوی د افغان پوسټ چمتو شوی راپور مطالعه او د قانون مطابق اجراآت کوي.