د غذایي امنیت او تغذیې د ملي اجنډا د جوړیدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


د افغانستان د غذایي امنیت او تغذیې د ملي اجنډا د جوړیدو په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ د اقتصاد، مالیې، کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو، بهرنیو چارو، اطلاعاتو او فرهنګ، کار او ټولنیزو چارو، عامې روغتیا وزارتونو، د کابل پوهنتون د کرنې د پوهنځي استادانو، سیمه ییزو ارګانونو ادارې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق(یونیسف)، نړیوال خوراکي پروګرام( WFP) او نړیوال روغتیایي سازمان( WHO) د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
په پيل کې د افغانستان د غذایي امنیت او تغذیې د ملي اجنډا رئیس د نړۍ د ۲۰۲۰ غذایي راپور او راتلونکي کال پروګرامونه تشریح کړل. هغه دغه راز، په توکیو کې د غذایي سیستم د پياوړتیا په اړه د جوړیدونکي کنفرانس په تړاو معلومات وړاندې کړل.
د عامې روغتیا وزارت استازي د مور او ماشوم د تغذیې په اړه وویل، چې حکومت اوس د هېوادوالو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو وړتیا لري.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې د اجرائیوي کمېټې جوړښت دې بدل شي.
دغه راز د وزارتونو او ادارو استازو ته دنده ورکړل شوه، چې د غذایي امنیت او تغذیې د ملي اجنډا د پیاوړتیا په اړه خپل پروګرامونه له دغې کمېټې سره شریک کړي.