د چارو ادارې لوی رئیس په کابل کې د سویډن له سفیر سره ولیدل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د سویډن شاهي هېواد له سفیر تورکیل ستیرنلف سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د چارو ادارې لوی رئیس په جینیوا کنفرانس کې د ګډون ا وله افغانستان سره د مرستو د دومداره مرستو له کبله، له سویډن شاهي هېواد څخه مننه وکړه.
دواړو لوریو، دغه راز د سولې بهیر، له فساد سره د مبارزې او د بشري حقونو د ساتنې په برخه کې د افغانستان د حکومت پر تعهداتو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.