د چاپیريالي ککړتيا ستونزو ته د رسيدنې په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

 

چاپېريالي ستونزو ته د رسيدنې په اړه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام د مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ او د ملي اقتصاد رياست په کوربه توب د همغږۍ غونډه د عامې روغتيا وزارت او چاپېريال ساتنې ملي ادارې د مرستیالانو ، صنعت او سوداګرۍ وزارت، کابل ښاروالۍ استازو او د کابل پوهنتون د يو شمېر استادانو په ګډون غونډه وشوه.
د چارو ادارې مرستيال د چاپېريالي د مخنيوي په اړه د شويو معلوماتو د غوښتنې تر څنګ وويل، چې مسوولې ادارې مکلفې دي چې په دې اړه د خپلو لنډ مهالو اجراآتو په تړاو خلکو ته لازم پوهاوی وړاندې کړي.
په غونډه کې د ادارو استازو په دې اړه د خپلو جدي انتظامي او نظارتي ګامونو خبر ورکړ او ویې ویل چې په تېرو دوو مياشتو کې يې تر ۸۵۰ زياتې لوړ پوړيزې ودانۍ څېړلي او په جدي ډول ترې غوښتي څو د فلتر سيستم فعال کړي، چې اکثرو يې په وروستيو اوونيو کې د فلترونو د فعالولو ګام هم اخيستی.
دوی وویل، چې د لند مهالو اجراآتو د څرنګوالي د ارزونې لپاره يې تر لسو زياتې نظارتي ډلې ګومارلي، چې د ۴۰۷۶ دندو د ترسره کولو لپاره جدي هڅې وکړي.
په پای کې پريکړه وشوه، چې د غونډې ټول ګډونوال دې د چاپېريالي ککړتيا د مخنيوي لپاره خپلې اوږد مهاله او لنډ مهاله طرحې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست ته واستوي څو دا اداره يې د جمهوري ریاست او د جمهوري ریاست د لومړي معاونيت له عالي مقامونو سره شريک کړي.