د چارو ادارې لوی رئیس د ايټاليې له شارژدافير سره وليدل

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په کابل کې د ايټالیې له شارژدافير سباتو فرانکو سورنتینو سره وليدل.
په دې ليدنه کې د چارو ادارې لوی رئیس له افغانستان سره د ايټالیې د اوږد مهاله مرستو؛ په ځانګړي ډول په جینیوا کنفرانس کې د مرستو له کبله مننه او د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا ټينګار وکړ.