د ترهګریزو پېښو د شهیدانو وارثینو او ټپیانو سره د مرستو په اړه تعقیبي غونډه وشوه

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې په کوربه توب له ۱۳۹۵ کال راهیسې د ترهګریزو او جنګي پېښو د هغو شهیدانو وارثینو او ټپيانو سره د مرستو د ترسره کیدو په اړه غونډه وشوه، چې تراوسه یې دولتي مرستې نه دي ترلاسه کړي.
دا غونډه، چې د جمهوري ریاست د عالي مقام د سلاکارانو او حقیقت موندونکو کمیسیونونو د انسجام د رئیس مسعود صادق یې مشري کوله؛ پکې د جمهوري ریاست د لومړي معاونیت، ملي امنیت شورا، عامې روغتیا، مالیې او پېښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزارت او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې استازو ګډون درلود.
په غونډه کې یادونه وشوه، چې د شهیدانو یوه برخه وارثین او ټپیان د پخواني اجرائیه ریاست له وخته له مرستو ترلاسه کولو پاتې دي، چې د جلالتماب جمهور رئیس د لارښوونې له مخې به ورته رسیدنه وشي.
د مالیې وزارت استازي وویل: د ۱۳۹۹ مالي کال پای ته رسیدو ته په پام سره، په روان کال کې د شهیدانو وارثینو او ټپيانو سره مرسته نه شي کیدای.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د شهیدانو د وارثینو او ټپيانو نوملړ به په هر اړخیز ډول څیړل کیږي، څو په راتلونکي مالي کال کې د جمهوري ریاست له عالي مقام څخه ورته د مرستو غوښتنه وشي.