د عرفاني ښارګوټي د سړک استملاک څرنګوالي، د کابل سیند د حریم پراخوالي زیانمنو او د شهر دوبۍ هوټل د شهیدانو کورنیو ته د ځمکو د تشخیص او وېش په اړه غونډه وشوه


دا غونډه د جمهوري رياست د عالي شوراګانو انسجام رياست په مشرۍ، د جمهوري ریاست دوېم معاونیت، کابل ښاروالۍ او د ښار جوړولو او ځمکو وزارت استازو په ګډون و شوه. د کابل ښار ديارلسمې ناحيې اړوند د عرفاني ښارګوټي ۴۰ متره سړک مسير استملاک چارو په وړاندې د يو شمير ځای اوسيدونکو مخالفت د پروژې چارې له ځنډ سره مخ کړي دي. په همدې موخه د جمهوري رياست د عالي شوراګانو د انسجام رئيس شاپور ژمن په مشرۍ د دوېم معاونیت، د کابل ښاروالۍ او د ښار جوړلو او ځمکو وزارت استازو په ګډون غونډه کې د عرفاني ښارګوټي د سړک د استملاک شوو، د کابل سیند حریم پراخوالي زیانمنو او د شهر دوبۍ هوټل د شهیدانو کورنیو ته د ځمکو د وېش چټکتیا په تړاو بحثونه وشول. د غونډې پای کې پريکړه وشوه، چې د کابل ښاروالۍ او د ښارجوړولو وزارت، د حکومت له لوري د استملاک بديل ځمکو اقتصادي او ټولنيز اړخونه وڅيړي او هر اړخیز جزيات یې چمتو کړي تر څو د اوبو، ځمکو، ښاري پراختیا او چاپیریال ساتنې عالي شورا راتلونکې غونډې ته وړاندې شي.