د چارو ادارې مرستيال د بادغيس حلقوي سړک پر مسير د ځمکو د استملاک په اړه د دې ولايت له چارواکو سره وليدل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو مرستيال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل د بادغيس په بالا مرغاب او غورماچ ولسوالیو کې د حلقوي سړک د مسير د ځمکو د استملاک د ګړندي توب په اړه په ولسي جرګه کې د بادغيس ولايت له استازو او د دې ولايت له قومي مشرانو سره ولیدل.

د چارو ادارې مرستيال د ځمکو د استملاک په نسبي چټکتيا کې د خلکو له همکارۍ په مننې سره د دوی له استازو وغوښتل څو له خلکو او زيانمنو سره په مشوره د استملاک کيدونکو ځمکو پر بيو بيا کتنه وکړي، څو د حلقوي سړک چارې زر په ممکنه فرصت کې پيل شي.
ډاکټر توتاخېل دغه راز د بادغيس له مشرانو وغوښتل، چې زيانمنو ته د دوی پر ولسواليو د حلقوي سړک د تېريدو د ګټو پوهاوی وکړي، څو د موافقې په مرسته د حلقوي سړک چارې زر پيل او د بادغيس د کرنيزو محصولاتو په لېږد کې د اسانتيا تر څنګ په نورو مهمو برخو کې ګټه ور ورسيږي.
د ولسي جرګې غړو او د بادغيس مشرانو د ياد شوي حلقوي سړک له عملي کيدو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.
دوی زياته کړه، چې د خلکو غوښتنې او د دوی له نظره ځمکو بیې يې له سکتوري ادارو سره شريک کړي، خو د خلکو او د سړک د مسير له زيانمنو سره به بيا لازمې مشورې وکړي.