له ترکیې څخه د افغان کډوالو د راستنیدو میکانیزم د جوړیدو په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د نړیوالو اړیکو ریاست، هېواد ته له بهرنیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د را ستنیدو د ستونزو د حل کمېټې په چوکاټ کې، له ترکیې څخه د افغان کډوالو د راستنیدو د میکانیزم د جوړیدو په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.
دا غونډه چې د کورنیو او بهرنیو، کار او ټولنیزو چارو او لوړو زده کړو وزارتونو، هوایي چلند او تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارو استازو پکې ګډون درلود؛ له ترکیې څخه هېواد ته د افغان کډوالو د را ستنیدو ستونزې بحث او د میکانیزم جوړیدو په اړه نظرونه تبادله شول.
د چارو ادارې د نړیوالو اړیکو رئیس اتل شمس وویل، چې دا میکانیزم، به د یادې کمېټې په چوکاټ کې د روانې میاشتې تر پایه جوړ او د همغږۍ راتلونکو غونډو ته د نورو امنیتي ادارو استازي هم وبلل شي.