د چارو ادارې مرستیال کابل کې د امریکا متحدو ایالتونو د سفارت سیاسي قونسل او د قانون د تطبیق له ستر سلاکار سره د انساني قاچاق د مخنیوي په تړاو د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل د ویډیو کنفرانس له لارې کابل کې د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت د سیاسي قونسل ښاغلي ریچارډ ریټر او د یاد سفارت د قانون د تطبیق ستر سلاکار جیمز مک کار میک سره د انساني قاچاق د مخنیوي او د ماشومانو له حقوقو څخه د دفاع پر میکانیزم، خپرونو او پلانونو په تړاو خبرې وکړې.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست مرستیال د افغان دولت د هغو کړنو په هکله چې د انساني قاچاق او پر ماشومانو د درنو کارونو د مخنیوي په تړاو یې ترسره کړي دي مالومات وړاندې کړل.
ښاغلي پوپل زیاته کړه، په ولایاتو کې د بريښنایي پیژند پاڼو ویش او اپس سیسټم مرسته کړې ترڅو د امنيتي ځواکونو په لیکو کې د ټیټ عمر لرونکو ماشومانو له جلب او جذب څخه مخنیوی وشي. دغه راز د عدلیې وزارت د انساني قاچاق سره د مبارزې په موخه په ټولو ولایتونو کې د عامه پوهاوي، لارښودې خپرونې، د تشکیل زیاتولو او د عدالت د تطبیق میکانیزمونه ترتیب او ترسره کړي دي، چې تر ډېره ګټور دي. ښاغلو ریچارډ او جیمز مک د انساني قاچاق مخنیوي برخو کې د افغان حکومت کړنې وستایلې او زیاته يې کړه چې یادو شوو اقداماتو په پایله کې پام وړ بدلون راغلی، خو له کم عمر لرونکو ماشومانو څخه اوس هم د درنو کارونو په ترسره کولو کې کار اخیستل کیږي چې د مخنیوي لپاره یې باید جدي مبارزه وشي.