د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس کابل کې د المان سفارت له شارژدافير سره وليدل

د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس کابل کې د المان سفارت له شارژدافير سره وليدل


د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضل محمود فضلي کابل کې د المان فدرالي جمهوريت سفارت له شارژدافير گریگوري بلیدیان سره وليدل.
د ليدنې پر مهال دواړو لورو د افغانستان لپاره د جينيوا جوړيدونکي کنفرانس، هېواد روان وضعيت او افغانستان سره د المان فدرالي جمهوريت د اوږدمهاله مرستو په تړاو بحث او تبادل نظر وکړ.