د دولتي ادارو د څارنې واحدونو د فعالیتونو په تړاو د قانون د څارنې او ساتنې معاونیت د موندنو شریکولو په موخه غونډه وشوه


د دولتي ادارو د څارنې او ارزونې واحدونو د فعالیتونو، تشکیل، موثریت او کړنو د میکانیزم په تړاو د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې معاونیت د موندنو په اړه غونډه د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ د وزارتونو او ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د چارو ادارې مرستیال په پریزینټیشن کې د وزارتونو او ادارو د څارنې او ارزونې اوسنی وضعیت توضیح کړ ویې ویل، چې دا موندنې به د دولت په کچه د څارنې او ارزونې د واحد سیستم په جوړولو کې مرسته وکړي.
ښاغلي پوپل د وزارتونو او ادارو له استازو وغوښتل، چې د څارنې او ارزونې واحدونه خپل فعالیتونه د ټاکلو شوو معیارونو سره سم تنظیم کړي څو، د هغوی کارونه د قناعت وړ شي.
د دولت په کچه د څارنې او ارزونې د واحد سیستم جوړولو په موخه د وزارتونو او ادارو استازو ته ورکشاپ هم جوړ شوی و، چې ګډونوالو یې معلومات شریک کړل. د ترسره شوو څېړنو موندنې ښيې چې د افغانستان د ټولو دولتي ادارو د څارنې او ارزونې برخو کې ۶۳۵۸ تنه ګمارل شوي دي.
د چارو ادارې مرستیال د ټولو ادارو له استازو وغوښتل چې خپله بودجه، تشکیل او د څارنې پلانونه دقیق کړي څو، په دولتي ادارو کې د څارنې برخه ګټوره او اغیزناکه شي.
دغه راز په دې غونډه کې، د جمهوري ریاست د چارو ادارې او نورو ادارو ترمنځ د اوږدمهاله همغږۍ او همکارۍ ټینګار وشو څو، د څارنې واحدونو برښنایي کولو، د اړتیاوو تشخیص، د څارنې او ارزونې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د ادارو د رهبرۍ په کچه د همغږۍ پیاوړتیا ته جدي پاملرنه وشي.