د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون د کار د پيل په اړه د همغږۍ غونډه وشوه


د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نوي جوړ شوي کمیسیون غړو د جمهوري ریاست له چارو ادارې سره د دوی د لوړې د مراسمو او تخنیکي مسایلو په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.
دا غونډه چې مشري یې د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل کوله؛ د چارو ادارې نورو مرستیالانو: ډاکټر محمد رفیع پوپل او احمد الله نوید، د مالیې، ښارجوړونې وزارتونو او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون استازو هم پکې حضور درلود.
په غونډه کې د چارو ادارې په استازیتوب ډاکټر توتاخېل د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د نوي کمیسیون غړو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ ډاډ ورکړ، چې د چارو اداره به د کمیسیون د جوړیدو په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د فرمان په عاجل تطبیق کې بشپړه همکاري وکړي.
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون غړو پردوی د جلالتماب جمهور رئیس د باور او د چارو ادارې له همکارۍ د مننې ترڅنګ د ځینو عاجلو تخنیکي مرستو غوښتنه وکړه، چې د چارو ادارې ترڅنګ د مالیې، ښارجوړونې وزارتونو او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون استازو یې په اړه د همکارۍ ډاډ ورکړ.