په صنعتي پارکونو کې ۵۱ شرکتونو ته د ځمکې ورکولو په اړه غونډه وشوه

 د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد د رئیس عطاالله نصیب په مشرۍ د هېواد په صنعتي پارکونو کې ۵۱ شرکتونو ته د ځمکې ورکولو په اړه د صنعت او سوداګرۍ، مالیې، کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ، ښارجوړونې او ځمکو وزارتونو، د صنایع او معادن او ښځینه سوداګرو او صنایعو خونو او سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه.

په غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت د صنعتي پارکونو عمومي رئیس شکېب همت ۵۱ شرکتونو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکې ورکولو په تړاو معلومات ورکړل. نوموړي وویل: دغو شرکتونو ته د اسنادو له څېړنې وروسته یې د هېواد په بېلابېلو صنعتي پارکونو کې د ۷۰،۵ جریبه ځمکې ورکړه وړاندیزوو، چې د منظورۍ په ترڅ کې به یې ۵۲،۵۸۴ میلیونه ډالره پانګونه جذب او ۲،۶۸۹ تنو ته په مستقیم او ۱۳،۴۴۵ تنو ته په نامستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

د وزارتونو، دولتي ارګانونو او سوداګریزو خونو استازو صنعت کارانو ته د ځمکې ورکولو د دغه پلان د هرکلي ترڅنګ ځینې پوښتنې او وړاندیزونه هم شریک کړل، چې ځینو ته ځواب ورکړل شو او پرځینو موضوعاتو د لا وضاحت پریکړه وشوه. دغه راز پریکړه وشوه، چې تخنیکي کمېټه به ۵۱ شرکتونو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکې ورکړه څېړي او پایلې به یې راتلونکې غونډې سره شریک کړي.