د بېرته راستنیدونکو، داخلي بېځایه شوو او د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د ځمکو د وېش په اړه د جلالتمآب جمهوررئیس ۳۰۵ ګڼه فرمان تعدیل شو


د بېرته راستنیدونکو، داخلي بېځایه شوو او د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د ځمکو د وېش په اړه د جلالتمآب جمهوررئیس ۳۰۵ ګڼه فرمان تعدیل او د بېرته راستنیدونکو او په کور دننه بېځایه شوو د بیا ادغام،، د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ، د محراب او منبر عالمانو د شهیدانو ورثې ته د مناسبو او ارزانه استوګنځایونو برابرولو په موخه د ځمکې تشخیص او وېش په تړاو د جمهوري ریاست ۱۰۸ شمېره فرمان توشیح شو.
په دغه پنځه دیرش ماده ییز فرمان کې د لاندې پروسو میکانیزم تعریف شوی دی؛ د ځمکې د تشخیص او ټاکلو کمېټه، شکایتونو ته د رسیدو لایحه، د دولتي ځمکې تشخیص او غوښتنه،د ځمکې ښه والی، سیمه ییز او ټولنیز پلان، د توزیع شوې ځمکې مالکیت، د هېواد ملي او امنیتي ځواکونو او د محراب او منبر شهیدانو د مستحقو کورنیو لیست، د متوجه زیانونو د ارزونې شرایط، د غوښتونکو ترمنځ پچه اچونه، د بریښنایي تذکرې اخیستل، د ځمکو د وېش بهیر کې له کورنیو سره مساعدت، د بېرته راستنېدونکو، په کور دننه بېځایه شوو، د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو او د محراب او منبر شهیدانو کورنیو ته د سرپنا جوړول، په کرنیزو، صنعتي او تجارتي ځمکو، زیربنایي خدمتونو، د بیا ادغام او اقتصادي ودې کې د بېرته راستنېدونکو او بېځایه شوو کورنیو ونډه او د بېرته راستنیدونکو له وړاندې جوړو شوو ښارګوټو ته د پاملرنې څرنګوالی.
دغه فرمان اړونده ادارې او وزارتونه مکلف کړي، چې د ځمکو وېش او شفاف سیستم په جوړولو کې اجراات وکړي.