د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ښځو د ځورونې مخنیوي کمېټې غونډه وشوه


د چارو ادارې د ښځو د ځورونې او اذیت مخنیوي طرزالعمل د ابلاغ او اجرا کولو په موخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ښځو د ځورونې مخنیوي کمېټې غونډه د چارو ادارې عمومي ریاست د اداري او سرچینو د مرستیال احمدالله نوید په مشرۍ جوړه شوه.
ښاغلي نوید وویل، حکومت د هېواد نافذه قوانینو په رڼا کې د ښځو ملاتړ ته ژمن دی او په همدې موخه د چارو اداره کې د ښځو د ځورونې او اذیت مخنیوي کمېټه جوړه شوه، د ښځو د ځورونې مخنیوي طرزالعمل ابلاغ او د چارو ادارې لوی ریاست په ټولو برخو او جانبي واحدونو کې یې تطبیق کیږي.
د ښځو د ځورونې مخنیوي طرزالعمل د ښځو او ماشومانو د ځورونې او اذیت مخنیوي قانون د احکامو او د هېواد د نورو نافذه قوانینو اړوند موادو په رڼا کې، د ښځو د ځورونې مخنیوي، د دندو خوندیتوب او د سالمې ادارې رامنځته کولو په موخه جوړ شوی دی.
د چارو ادارې د ښځو د ځورونې مخنیوي کمېټه پنځه غړي لري، په ځانګړې کتاب کې د ځورونې او اذیت د متضرر د شکایتونو ثبت، د اړوندو قوانینو مطابق د بې طرفۍ اصل او محرمیت خوندیتوب سره د ځورونې اړوندو شکایتونو څېړل او اړونده قضیو حل هڅې د دغې کمېټې عمده دندې دي.
د ځورونې او اذیت زیانمن کولای شي خپل شکایتونه د مشخص ایمیل ادرس، شکایتونو صندوق یا هم د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ښځو د ځورونې مخنیوي کمېټې غړې سره د مستقیمې اړیکې له لارې ثبت کړي.