د پرانیستې دولت دارۍ د لومړني کنفرانس د جوړیدو په اړه د طرحو د وروستي کولو او همغږۍ غونډه وشوه

 د پرانیستې دولت دارۍ د لومړني کنفرانس د جوړیدو په اړه د طرحو د وروستي کولو او همغږۍ غونډه وشوه. په دې غونډه کې، چې د عالي مقام د دفتر د لوی ریاست، د چارو ادارې د لوی ریاست، د پرانیستې دولت دارۍ د سکرتریت، عدلیې او مالیې وزارتونو او سیمه ییزو ارګانونو او ملي تدارکاتو ادارو استازو ګډون درلود؛ د یاد شوي کنفرانس د اړتیا او ارزښت په اړه خبرې وشوې. دغه راز، د دغه ملي کنفرانس پر څلورو محوري موضوعاتو: پرانیستی عدالت، پرانیستي قراردادونه، پرانیستې بودیجه او پرانیستې حکومتولۍ هم هر اړخیز بحثونه وشول.