د چارو ادارې لوی رئيس د يو شمير ولايتونو د عامې روغتيا رييسانو سره وليدل

 

د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکتر فضل محمود فضلي د يو شمېر ولايتونو د روغتيا رييسانو سره ليدنه کې د هغوی ستونزې او غوښتنې واوريدلې.

دغه ليدنه کې د ننګرهار،بغلان، کندوز او ميدان وردګو د عامې روغتيا رييسانو د نورو په استازيتوب د کرونا ناروغۍ د لومړۍ څپې پر مهال د بيړنې وضعيت ستونزو، طبي وسايلو د پېر تدارکاتي نيمګړتياوو ، ترلاسه کړو تجربو او په روغتيا سکتور کې د خصوصي سکتور د ونډې زياتولو په اړه خبرې وکړې.

دغه راز د عامې روغتيا ولايتي رييسانو  په وروستيو کې د کرونا د مثبتو پيښو د ګراف لوړوالي، د کرونا بحران کې د عامې روغتيا ولايتي رياستونو کې د تدارکاتو برخه کې د مالي فساد په اړه خپرو شوو راپورونو او د ګڼو ادارو لخوا تفتيش ستونزو په اړه بحث وکړ  او د چارو ادارې له لوی رييس  څخه يې وغوښتل چې دولت رهبرۍ ته  د دوی غږ رسولو  کې همکاري وکړي.

د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکتر فضل محمود فضلي د عامې روغتيا ولايتي رييسانو  د ستونزو او وړانديزونو له اوريدو وروسته ډاډ ورکړ چې غوښتنې به يي جلالتمآب جمهور رئيس سره شريکې کړي.

ډاکتر فضل محمود فضلي د کرونا بحران کې د روغتيا سکتور هڅې او قربانۍ وستايلې وې ويل، جلالتمأب جمهور رئيس د طبي عالي شورا او دغه راز روغتيا سکتور کې د خصوصي پانګونې ملاتړ کوي او د چارو اداره به له جمهور رئيس سره  د روغتيا سکتور  د څارنې او پلټنې  د واحد ميکانيزم د رامنځته کولو وړانديز مطرح کړي.