د روغتيايي خدمتونو د کيفيت ارزونې ګډه کاري کمېټه جوړیږي


دغه غونډه د جمهوري رياست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال ډاکتر محمد رفیع پوپل په مشرۍ د عامې روغتیا وزارت او د روغتیايي خدمتونو د څارنې د درېمګړې ډلې د مسوولینو په ګډون جوړه شوه.
لومړی په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ارزولو د ترسره شوې سروې او ستونزو په تړاو هر اړخیز بحث او د سروې د نیمګړتياوو پر حلولو ټینګار وشو.
دغه راز د اینجوګانو له روغتیايي خدمتونو څخه د خلکو ناخوښي بحث او د حل په اړه یې د چارو ادارې مرستیال د عامې روغتیا وزارت د څارنې او ارزونې سیستم ځینې ستونزې په نښه او د سمون لارښوونه وکړه.
په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې درېمګړې ډلې د صحتمندۍ پروژې امر کنراد یوشکي ویچ، د روغتیایي خدمتونو د کیفیت څارنې او شته ننګونو په اړه د خبرو پر وخت وویل، چې د بودیجې د کمښت ستونزه دې حل شي.
په پای کې پریکړه وشوه، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست به د غونډې له ګډونوالو ادارو سره ګډه کاري کمېټه جوړه او دا کمېټه به راتلونکې چارشنبه خپله لومړۍ غونډه وکړي.