په نږدې راتلونکي کې به د هرات ـ خواف ریل پټلۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شي


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د واحد رئیس عطاالله نصیب په مشرۍ د هرات ـ خواف ریل پټلۍ د درېیمې برخې د پرانیستې په اړه د ریل پټلۍ ادارې، عامه ساتنې تصدۍ، مالیې ، صنعت او سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو استازو او هرات والي په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د ریل پټلۍ ادارې مرستیال عبدالباري صدیقي وویل: دا پروژه ۲۲۵ کیلومتره اوږدوالی او ۴ برخې لري، چې د ایران اړوند چارې یې ایران او د افغانستان اړوند یې افغانستان تمویلوي.
دا پروژه ۱۲ کاله وړاندې پیل شوې وه، چې افغان لوري ورته ۴۹۷ جریبه ځمکه هم استملاک کړې، خو د ځينو ستونزو له کبله د پروژې چارې لا نه وې بشپړې شوې.
اوس په پام کې ده، چې دا پروژه نږدې راتلونکي کې هرات ولایت کې په رسمي توګه پرانیستل شي.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس جنرال خوشال سادات وايي، چې د ریل پټلۍ د دغې پروژې د پرانیستې مراسمو ته بشپړ امنیتي تیاری لري.
د مالیې وزارت مرستیال محمد عیسی قدرت وویل، د روزنک سټیشن کې د اسیکوډا سیستم فعال شوی دی او لنډه مهاله ګمرکي تاسیسات هم جوړ شوي دي. نوموړي دغه راز ډاډ ورکړ، چې د ایراني چارواکو له لوري د خواف-هرات ریل پټلۍ له مسیر د صادراتو او وارداتو لپاره ترجیحي تعرفې هم پام کې نیول شوي دي.
د هرات والي عبدالوحید قتالي، چې د ویډیو کنفرانس له لارې یې په غونډه کې ګډون درلود؛ د هرات – خواف ریل پټلۍ له پرانیستې سره د ولایتي ادارې د هر اړخیزو همکاریو ډاډ ورکړ او خپل وړاندیزونه یې په دې اړه وړاندې کړل.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې بهرنیو چارو وزارت به ایراني لوري سره د یادې پروژې په پرانیست غونډه کې د دوی د لوړپوړي پلاوي د ګډون په اړه همغږي وکړي.
د دې ترڅنګ به د صنعت او سوداګرۍ وزارت د دې پټلۍ په وسیله ایران ته د صاداراتي محمولې د استولو، امنیتي ادارې به د مراسمو د امنیت ساتنې او د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد به له دغه مسیر د سوداګرۍ او ټرانزیت د اسانتیاوو برابرولو او دغه راز د پرانستې مراسمو د ترسره کیدو بهیر د چټکتیا چارې تنظیموي