د چارو ادارې لوی رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت له نوماندې او سرپرستې سره وکتل

د چارو ادارې لوی رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت له نوماندې او سرپرستې سره وکتل


د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت له نوماندې او سرپرستې معصومه خاورې سره وکتل.
په دې لیدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت نوماندې او سرپرستې د خپلو اصلاحاتي طرحو او پروګرامونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې له عملي کیدو سره به یې د هېواد د مخابراتو وضعیت ښه شي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د نوماندې او سرپرستې له طرحو او پروګرامونو څخه د هرکلي ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د پروګرامونو او طرحو د عملي کیدو لپاره به د ادارو ترمنځ لازمه همغږي رامنځته کړي.