د چارو ادارې لوی رئیس د ننګرهار والي سره وکتل

د چارو ادارې لوی رئیس د ننګرهار والي سره وکتل

 

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په  ولسي او سیاسي چارو کې د جمهور رئیس له ستر سلاکار او د ننګرهار والي ضیا الحق امرخېل سره وکتل.

په دې لیدنه کې د ننګرهار والي د پراختیایي پروژو د ستونزو ،محلي حکومتولۍ او اصلاحاتي پروګرامونو په اړه معلومات وړاندې او په اړه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د چارو ادارې لوی رئیس د اصلاحاتو، پرمختیايي پروژو د کار چټکتیا او نورو برخو کې د ننګرهار والي د پروګرامونو ستاینه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د چارو ادارې لوی ریاست به ورسره د اړوندو چارو چټکتیا او همغږۍ برخو کې پوره همکاري وکړي.