کډوالو او د ملي ځواکونو د شهیدانو ورثې ته د ځمکو د وېش په اړه د همغږۍ غونډه وشوه

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام د مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ بیرته راستنیدونکو، په کور دننه بې ځایه شویو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو شهیدانو کورنیو ته د استوګنځایونو او ځمکې وېش په اړه د جلالتماب جمور رئیس د (۳۰۵) ګڼې فرمان د عملي کیدو په اړه د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو، ښارجوړونې او اراضۍ، کلیو پراختیا، سوداګرۍ او صنعت، شهیدانو او معلولینو، مالیې، له پېښو سره د مبارزې او کرنې او مالدارۍ وزارتونو، سیمه ییزو ارګانونو، احصایې او معلوماتو ادارې او کابل ښاروالۍ د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه وشوه.
په غونډه کې د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام رئیس شاه پور ژمن د یاد شوي فرمان په عملي کیدو کې د اړوندو ادارو د مسوولیتونو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته د یاد شوي فرمان د عملي کیدو په اړه له هر اړخیزو بحثونو وروسته پریکړه وشوه، چې دغه فرمان تعدیل او د تعدیل په اړه یې اړوندې ادارې زر خپل نظرونه له چارو ادارې سره شریک کړي.
د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر توتاخېل وویل، چې د فرمان د عملي کیدو لپاره دې اړوندې ادارې خپل کارونه چټک او ټول اړین کاري طرزالعملونه په دوو اونیو کې بشپړ کړي.
په دې اړه به د کډوالو په چارو کې د جمهوري ریاست مشاوریت او د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت په دوو اونیو کې د ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو د کاري طرزالعملونو د بشپړیدو څارنه وکړي، چې له بشپړیدو وروسته به دغه حقوقي اسناد د کابینې غونډې تصویب ته چمتو کړل شي.