د چارو ادارې لوی رئیس د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت له نوماند او سرپرست سره وکتل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت له نوماند او سرپرست نورالرحمان اخلاقي سره وکتل.
د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې، د راستنیدونکو کډوالو د ادغام ، له هېواده بهر د کډوالو د ستونزو، په وزارت کې د اصلاحاتي بهیرونو او د کډوالو او بیرته را ستنیدونکو د عمومي وضعیت راپور وړاندې کړ.
د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضلي داخلي د داخلي بې ځایه شویو ستونزو ته د کډوالو چارو وزارت له چمتووالي په هرکلي سره، د وزارت د نوې رهبرۍ د اصلاحي طرحو ملاتړ وکړ.
د چارو ادارې لوی رئیس وویل، چې د چارو ادارې لوی ریاست د جلالتماب جمهور رئیس د لیدلوري پر بنسټ د اصلاحاتو د بنسټي کیدو او د چارو د چټکتیا په موخه د وزارتونو او ادارو د هر ډول اصلاحي طرحو ملاتړ او په تطبیق کې یې لازمه همغږي رامنځته کوي.