د چارو ادارې لوی رئیس د غور له یو شمېر استازو او ځوانانو سره وکتل

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي په ملي شورا کې د غور ولایت له یو شمېر استازو او ځوانانو سره وکتل. په دې کتنه کې د غور استازو او ځوانانو له نظام، سولې بهیر او د حکومت له اقتصادي پروګرامونو خپل ملاتړ اعلان او غوښتنه یې وکړه، چې په دولتي ادارو کې دې د دوی د کادرونو سیاسي مشارکت او ګومارنې، دویمې درجې ته د غور ولایت د امتیازاتو ورکړه، پوهنتون ته دغور د لوړو زده کړې موسسې د کچې ارتقا او په دغه ولایت کې د پراختیایي پروژو عملي کیدو ته پاملرنه زیاته شي. همدا شان یې د روغتیا او پوهنې اړوند د ستونزو د یادونې ترڅنګ وویل، چې د سولري بریښنا تایید شوې پروژه لا هم په غور کې تطبیق شوې نه ده. د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د غور ولایت له دغو استازو څخه د غوښتنو او ستونزو د شریکولو له امله یې په مننې سره وویل، چې د غور د کادرونو د ګومارنې په برخه کې هڅې پيل شوي. ډاکټرفضلي وویل، چې په غور ولایت کې د تشو دولتي بستونو د اعلان په اړه د اداري اصلاحاتو له کمیسیون سره خبرې شوي او دویمې درجې ولایت ته د غور د امتیازاتو د اجرایي کیدو موضوع به د سیمه ییزو ارګانونو له ادارې سره تعقیب شي. د چارو ادارې لوی رئیس زیاته کړه، چې د پوهنتون کچې ته د غور د لوړو زده کړو موسسې د ارتقا موضوع به د لوړو زده کړو وزارت او د سولري بریښنا د تایید شوې پروژې د نه تطبیق موضوع به له بریښنا شرکت سره شریکه شي.