د اقتصاد عالي شورا تر چتر لاندې د پانګونې د ملاتړ کمېټې لومړنۍ غونډه وشوه


د اقتصاد عالي شورا تر چتر لاندې، د پانګونې د ملاتړ کمېټې لومړنۍ غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد د رئیس عطا الله نصیب په مشرۍ وشوه.
په غونډه کې د چارو ادارې د پانګونې اسانتیا واحد رئیس د یادې کمېټې د طرزالعمل په اړه معلومات وړاندې کړل.
په دې غونډه کې د فواید عامې، ښار جوړونې او اراضۍ، مالیې، کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ، صنعت او سوداګرۍ، اقتصاد، کلیو پراختیا، معادن او پټرولیم، ټرانسپورت وزارتونو، د اوبو د تنظیم، احصایې او معلوماتو، ملکي هوایي چلند، سیمه ییزو ارګانونو، د افغانستان بانک ادارو، د سوداګرۍ او صنایعو او صنایع او معادن فدراسیونونو او د اقتصادي پراختیا، سوداګرۍ او فقر کمولو په چارو کې د جمهور رئیس د فوق العاده استازي د دفتر استازو ګډون کړی و.
د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام رئیس شاه پور ژمن د پانګونې د ملاتړ کمېټې د طرزالعمل مسوده له ګډونوالو سره شریکه او وویل، چې د دوی د نظرونو او لیدلوریو له ترلاسه کیدو وروسته به دغه مسوده جلالتماب جمهور رئیس ته وړاندې شي.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې اړوندې ادارې دې تر یوې اونۍ د دغې مسودې په اړه خپل نظرونه، وړاندیزونه او لیدلوري د جمهوري ریاست د عالي شورا ګانو د انسجام له رياست سره شريک کړي.، څو مسوده وروسته بشپړه او جلالتماب جمهور رئیس ته د تایید لپاره، وړاندې کیدو ته چمتو شي.