د پکتیا د مچلغو بریښنا بند د چارو د پرمختګ ارزونې غونډه وشوه
د پکتیا ولایت د مچلغو بریښنا بند د چارو د پرمختګ او اوسني وضعیت د ارزونې په موخه د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت چارو د انسجام معاونیت له لوري د اوبو د تنظیم ملي ادارې، ملي پراختیا شرکت او بنایي تصدۍ د استازو په ګډون غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د یاد شوي بند د چارو د څارنې د څرنګوالي، د سیمه ییزو خلکو د همغږۍ او همکارۍ د پياوړتیا او دغه راز د ترسره شویو کارونو په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل، د مچلغو بند د کار د پرمختګ د څرنګوالي په اړه د هر اړخیزو معلوماتو د غوښتنې ترڅنګ وویل، چې د ځایي خلکو د اندیښنو د حل لپاره باید دوی ته د دغې پروژې په اړه هر اړخیز لازم معلومات ورکړل شي او هم دوه اړخیزه همکاري ورسره پياوړې شي.
د ملي پراختیا شرکت استازي وویل، چې پرمچلغو بند د مخکیینو ډیزاینونو مطابق کار د دوی د ټیمونو له لوري روان دی، خو څارنه یې د تړون له مخې عملیاتي اداره کوي.
په غونډه کې د اوبو د تنظیم ملي ادارې استازي د مچلغو بند د کار د څرنګوالي په اړه خپل نظریات وړاندې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د غونډې په پای کې پر یکړه وشوه، چې یوه غونډه به د مچلغو بند د کار د کیفیت د څارنې او کنټرول په موخه د عملیاتي ادارې د استازو په ګډون جوړه شي.