د لوی څارنوالۍ استازو سره د شتمنیو ثبت بهیر د چټکتیا په اړه غونډه وشوه


د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې د لوی څارنوالۍ استازو سره د دولتي چارواکو او لوړپوړو کارکوونکو د شتمنیو د ثبت بهیر د چټکتیا په اړه د همغږۍ غونډه وکړه.
په غونډه کې د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې رئیس عبدالودود بشریار، له دغې ادارې سره د لوی څارنوالۍ هر اړخیزې مرستې اړینې وګڼلې او غوښتنه یې وکړه، چې د یادې ادارې پر شرایطو برابر چارواکي او لوړپوړي کارکوونکي دې د خپلې شتمنۍ ثبت کړي.
د لوی څارنوالۍ د تحقیق مرستیال فرید احمد غوري د شتمنیو د ثبت له بهیر څخه د هر اړخیز ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې تر راتلونکې پنجشنبې ورځې به د دوی اړوند ټول پر شرایطو برابر چارواکي او لوړپوړي کارکوونکي د خپلو شتمنیو د ثبت لړۍ بشپړه کړي.
نوموړي دغه راز، د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې ته د خدمتي کارکوونکو په استولو کې هم د همکارۍ خبر ورکړ.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې لویه څارنوالي به خپلو ولایتي څانګو ته هم د شتمنیو د ثبت او پلټنې له ادارې سره د همکارۍ رسمي مکتوب واستوي.