د چارو ادارې لوی رئیس له انجینر محمد خان او ډاکټر فاروق وردګ سره ولیدل

د چارو ادارې لوی رئیس له انجینر محمد خان او ډاکټر فاروق وردګ سره ولیدل

 

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي نن د هېواد له سیاسي څېرو انجینر محمد خان او ډاکټرغلام فاروق وردګ سره په جلا ـ جلا توګه ولیدل.

په دې لیدنو کې د هېواد د روان سیاسي وضعیت، سولې بهیر او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د چارو ادارې لوی رئیس د دغو سیاسي څېرو د نظریاتو او مشورو له اوریدو وروسته ډاډ ورکړ، چې د جلالتماب جمهور رئیس د لیدلوري پر بنسټ حکومت په ټولو ملي بهیرونو کې د سیاسي اجماع او ملي مشارکت اصل ته لومړیتوب ورکوي.