په ۷ سوه ښوونځیو کې د کمپیوټرخونو د جوړیدو په اړه تعقیبي غونډه وشوه

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د دولت د چارو د انسجام مرستیال ډاکټر عبدالکریم توتاخېل په مشرۍ، د هېواد په ۷ سوو ښوونځیو کې د کمپیوټر خونو او انټرنیټ کلپونو د جوړیدو په اړه د پوهنې، مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارتونو او ملي پراختیا شرکت او تدارکاتو ملي ادارې له استازو سره د همغږۍ غونډه وشوه.
په غونډه کې د اړوندو وزارتونو او ادارو استازو وویل: په ښوونځیو کې د کمپیوټر خونو د جوړیدو او له فایبر نوري سره د وصل کیدو چارې یې نیږدې دوه کاله مخکې پيل کړې وې، خو د کرونا ویروس د خپریدو او نورو ستونزو له کبله تراوسه نه دي بشپړې شوي.
دوی په هدف شویو ښوونځیو کې د سولري بریښنا د برابرولو، نورو پرمختګونو او ستونزو په اړه هم بحثونه وکړل.
په غونډه کې د پوهنې او مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارتونه د ملي پراختیا شرکت په ملتیا مؤظف شول، چې تر راتلونکو دوه اونیو د هدف شویو ښوونځیو نوملړ دقیق او د پاتې چاروعملیاتي پلان او مهالوېش چمتو کړي.
د چارو ادارې لوی ریاست به له مالیې وزارت سره د دغو ښوونځیو د ۷ زرو لیپټاپونو د پېرلو تړون د عملي کیدو لپاره د بودیجې د لېږد ستونزه تعقیب کړي.