د چارو ادارې لوی رئيس د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت نوماند او سرپرست سره ولېدل
د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکتر فضل محمود فضلي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت له نوماند او سرپرست وزیر محب الله صميم سره وليدل.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت نوماند او سرپرست، په دغه وزارت کې د چارو د سمون په موخه د وروستيو اقداماتو، د هېواد ټولو قومونو ترمنځ يووالي، د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه مېشتو ولسونو ترمنځ د اړيکو پياوړتيا، د دولتي خدماتو د ښه والي او دغه راز په یاد وزارت کې د اړوند ستونزو د حل په موخه ترتيب شوو طرحو په اړه معلومات ورکړل.
د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکټر فضلي د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د نوې رهبرۍ له هڅو او اصلاحي طرحو خوښي وښوده، وې ویل، د چارو اداره د جلالتماب جمهوررئیس د ليدلوري سره سم په ادارو کې د اصلاحي طرحو ملاتړ او د تطبيق په برخه کې یې همکاري او همغږي کوي. ډاکټر فضلي د سرحدونو او قبایلو سرپرست وزیر ته ډاډ ورکړ چې د چارو اداره به یې د طرحو په عملي کولو کې د نورو ادارو سره د همغږۍ، د چارو د تعقیب او د پروسو په چټکتیا کې په بشپړه توګه همکاره وي.