17 تله 1399
د چارو ادارې لوی رئيس د صنعت او سوداګرۍ وزارت له نوماند او سرپرست سره وليدل
د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رئيس ډاکتر فضل محمود فضلي د صنعت او سوداګرۍ وزارت له نوماند او سرپرست نثار احمد غورياني سره وليدل. ښاغلي غورياني، د هېواد صنعت او سوداګرۍ برخو کې د شته ستونزو، همدا راز د صنعت سکتور د پياوړتيا لپاره ترتيب شوو طرحو او برنامو په اړه معلومات وړاندې کړل. ډاکتر فضل محمود فضلي د صنعت او سوداګرۍ وزارت نوې رهبرۍ د اصلاحي طرحو هرکلي ترڅنګ وويل، افغانستان بايد د صنعت او سوداګرۍ برخو کې د نړيوالو معيارونو مطابق فعاليت وکړي او ډاډ يې ورکړ، چې د چارو اداره به د جمهوري رياست د عالي مقام ليدلوري سره سم د دغو طرحو تطبيق په برخه کې اسانتياوې او همغږي رامنځته کړي.