چارو ادارې لوی رئیس د فواید عامې وزارت نوماند او سرپرست معرفي کړ
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي، د فواید عامې وزارت نوماند او سرپرست انجینر نجیب الله یمین د دغه وزارت کارکوونکو ته رسماً معرفي کړ.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي یمین ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ وویل: " هیله من یم، چې د جلالتماب جمهور رئیس د لیدلوري مطابق د پروژو په تطبیق کې په بشپړ ډول مسلکي ګامونه واخیستل شي او ټولې نېمګړې پروژې بشپړې شي".
ډاکټر فضل محمد فضلي وویل، چې انجینر یمین په داسې مهال د دغه وزارت مسئولیت پر غاړه اخلي، چې په یو شمېر سویلي او سویل ختیزو ولایتونو کې طالبان خلکو سره د دښمنۍ له مخې په ټراکټورونو سړکونه ویجاړوي او دوی ته زیان رسوي؛ په داسې حال کې چې له ۱۹ کلونو راهیسې انجینرانو او کارګرانو د سړکونو جوړولو لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د یوه منتخب او مسئول دولت په توګه ژمن دی څو د طالبانو په لاس ویجاړ شوي سړکونه د ویجاړ شویو ښوونځیو په شان بیا ورغوي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د جمهور رئیس په استازیتوب له یاد شوي وزارت سره په چارو کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
د فواید عامې وزارت مخکیني سرپرست او د اوسپنې اورپټلۍ ادارې رئیس یما شمس، د وزارت د لاسته راوړنو په یادونې سره ژمنه وکړه، چې د وزارت نوې رهبرۍ سره به هر اړخیزه همکاري وکړي.
انجینر نجیب الله یمین د جلالتماب جمهور رئیس له باور څخه په مننې سره د سړکونو د اقتصادي او ستراتیژیک ارزښت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د وزارت تخنیکي او بشري سرچینو ته به اساسي پاملرنه وکړي.
ښاغلي یمین زیاته کړه: د جلالتماب جمهور رئیس د لیدلوري پربنسټ، چې افغانستان به د سیمې په ترانزیتي څلورلاري بدلیږي، اړتیا ده څو سیمه ییز اتصال ته ډېره پاملرنه وکړو او په افغانستان کې ټولې هغه زیربناوې رامنځته کړو، چې په سیمه ییز څلورلاري مو بدلوی شي.
د فواید عامې وزارت سرپرست او نوماند د بهیرونو پر تلپاتې والي له ټینګار سره وویل، چې بهیرونه باید دوام وکړي څو په راتلونکي کې سړکونه د دولت په بنیادي عایداتي سرچینو بدل شي.
هغه په دې برخه کې له موجوده کاري ټیم سره د کار کولو خبر ورکړ.