د غلام خان بندر کاري کمېټې، زيربناو او امنيتي تدابيرو په اړه غونډه وشوه
د خوست ولايت د غلام خان بندر د ټرانزيټ پراختيا په وړاندې شته ستونزو او حل لارو موخه د اړوند وزارتونو او ادارو ترمنځ غونډه وشوه. دا غونډه د جمهوري رياست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتيا واحد له لوري، د ماليې ، صنعت او سوداګرۍ، ښار جوړونې او ځمکو، ټرانسپورټ ، عامې روغتيا او کورنيو چارو او بهرنيو چارو وزارتونو،خصوصي سکتور، سټنډرډ ملي ادارې، د اوسپنې پټلۍ ادارې، سيمه ايزو ارګانونو ادارې او د جمهوري رياست عملياتي واحد د چارواکو په ګډون جوړه شوې وه. په دغه غونډه کې تر ډيره د غلام خان بندر د فعاليت او پراختيا په وړاندې موجوده ننګونو، د کافي ځمکې استملاک، د پاتې سړک د اسفالټ بشپړولو، روان مالي کال کې د اړوند وزارتونو سره د بودجې کمښت او همدا راز له پاکستان سره د غلام خان بندره د مسافرو د تګ راتګ په برخه کې د دوه اړخيزه هوکړې لاسليک په اړه بحث وشو. غلام خان بندر لپاره د کمپليکس د طرحې او ډيزاين، کميسارۍ، د قرنطين موده کې له پاکستان د کرونا سره د مبارزې درملو ورود، د توکو د کيفيت د تشخيص لابراتوارونو او سرټيفيکټ په برابرولو هم ټنينګار وشو. په پای کې تصميم دا شو، چې د غلام خان بندر پراختيا پروسې په تړاو د اړوندو وزارتونو د مرستيالانو په کچه کاري کمېټه تشکيل او د دې ترڅنګ له پاکستان سره د (اپټا) هوکړه ليک پر ستونزو او بدلونونو د مذاکرات پېل شي.