د (Doing business index) DBI) پروژې د کاري شاخصونو د پرمختګ په موخه د همغږۍ غونډه وشوه


د DBI پروژې د ټاکل شویو شاخصونو په اړه د ادارو او وزارتونو د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه د جمهوري ریاست د پانګونې د اسانتیا واحد د رئیس عطاالله نصیب په مشرۍ او د صنعت او سوداګرۍ، مالیې، ښار جوړونې او ځمکو وزارتونو، د ملي تدارکاتو ادارې، د پانګه اچونې او سوداګرۍ خونې، بریښنا شرکت، کابل ښاروالۍ، کابل استیناف محکمې سوداګریز دیوان او افغانستان بانک د استازو په ګډون غونډه وشوه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د پانګونې د اسانتیا واحد رئیس د دولتي ادارو له لوري د یادو شاخصونو عملي کیدل د پانګونې د اسانتیاوو لپاره مهم وباله او ویې ویل، چې د پانګونې د اسانتیا واحد په دوامداره توګه په دې تړاو له اړوندو ادارو سره د همغږۍ هڅې کوي.
د DBI پروژې په شاخصونو کې د جوازونو د وېش چټکول، بریښنا او بانکي پورونو وېش،د قبالو ثبت، د ماليې ورکولو، له پولو بهر سوداګرۍ او سقوط نه د شرکتونو په ژغورلو کې همکاري، د قراردادونو اجرأت او له وړو پانګونو د دولت د ملاتړ څرنګوالی شامل دي.
د اړوندو ادارو استازو په دې برخو کې د اصلاحاتو خبر په ورکولو سره د نورو اسانتیاوو د برابرولو ډاډ هم ورکړ.
په دې غونډه کې د خصوصي سکتور په استازیتوب د پانګه اچونې او سوداګرۍ خونې عامل رئیس د یادو شاخصونو مطابق د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه شریک او ورته یې د رسیدګۍ غوښتنه وکړه.
په غونډه کې پریکړه وشوه، چې د پانګونې اسانتیا واحد د مخکیني استول شوي مکتوب مطابق دې ټولې ادارې د یادو شاخصونو په تړاو د خپلو اجرأتو راپور او د عمل پلان له تطبیقي مهالوېش سره په راتلونکي غونډه کې، چې د نړیوال بانک د استازي په ګډون جوړیږي، شریک کړي.