په پارلماني چارو وزارت کې د شتمنیو د ثبت په اړه سیمینار ورکړل شو

په پارلماني چارو کې د دولت وزارت هغو رئیسانو او کارکوونکو ته، چې شتمنۍ یې باید ثبت شي، د شتمنیو د ثبت د بهیر په اړه د پوهاوي سیمینار جوړ شو.
د یاد شوي وزارت مرستیال سید علي کاظمي د عامه شتمنیو د حیف و میل په اړه د خبرو په ترڅ کې وویل: " دولت له ټولنې او نړیوالو سره د اداري فساد د ختمولو ژمنه کړې او نړیوالې ټولنې هم مرستې د فساد له ختمولو سره تړلي. "
هغه زیاته کړه، چې جلالتماب جمهور رئیس د اداري فساد پر وړاندې مبارزه د دولت له کاري لومړیتوبونو ګڼلی او په دې برخه کې یې د جدي مبارزې غوښتنه کړې ده.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او پلټنې رئیس عبدالودود بشریار، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت له رهبرۍ څخه د دې سیمینار د برابرولو له کبله مننه وکړه.
هغه دغه راز، د شتمنیو د ثبت او پلټنې د څرنګوالي، د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د دولت د ژمنو او د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې د لاسته راوړنو په اړه چې د چارو ادارې په چوکاټ کې فعالیت کوي، بشپړ معلومات وړاندې کړل.
په دې سیمینار کې د شتمنیو د ثبت او پلټنې ادارې کارپوهانو د دغې ادارې، د شتمنیو د ثبت او پلټنې قانون او په انلاین ډول د شتمنیو د ثبت فورمې د ډکولو په اړه ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات ورکړل.