د اورلګیدنو د مخنیوي په اړه د جلالتماب جمهور رئیس د حکم د تطبیق په موخه د همغږۍ غونډه وشوه

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د قانون د څارنې او ساتنې د مرستیال ډاکټر محمد رفیع پوپل په مشرۍ، د اورلګیدنو د مخنیوي په تړاو د جمهوري ریاست د عالي مقام د حکم د تحقق په موخه د همغږۍ غونډه وشوه.
په دې غونډه کې چې د کورنیو چارو، د پېښو پر وړاندې د مبارزې، مالیې، سوداګرۍ او صنایعو وزارتونو، کابل ښاروالۍ، سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او افغانستان بانک استازو ګډون کړی و؛ د اورلګیدنو د مخنیوي لپاره د وړاندیز شویو عملیاتي پلانونو د تطبیق په اړه بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
د پېښو پر وړاندې د دولت وزارت د پالېسۍ او انسجام مرستیال محمد قاسم حیدري په اجرایي برخه کې د دغې طرحې د تطبیق د پرمختګونو او لاسته راوړنو په اړه بحث وکړ.
نوموړي وویل، چې د جمهوري ریاست د عالی مقام دغه هدایت، د اورلګیدنې د مخنیوي کمېټې د غړو ادارو ترمنځ لا زیاتې همغږۍ ته اړتیا لري.
د غونډې په پای کې پریکړه وشوه، چې یاده کمېټه به د غونډې په جوړولو سره د ترسره کړو او کار لاندې کارونو راپور د پاتې کارونو د ترسره کیدو له مهالوېش سره د جمهوري ریاست د چارو ادارې سره شریک کړي.