د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د معاشونو انډول په تړاو د جلالتمآب جمهور رئیس د حکم تطبیق په موخه غونډه وشوه
د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د معاشونو انډول او د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او حمایوي ادارې ته د روغتیا وزارت د ساختماني پروژو انتقال په تړاو د جلالتمآب جمهور رئیس د حکم تطبیق په موخه تعقیبي غونډه د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د ملي اقتصاد ریاست لخوا جوړه شوې وه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د ملي اقتصاد رئیس فرهاد منصوري، د جلالتمآب جمهور رئیس د هدایت تعقیب او دې برخه کې پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دغه غونډه کې، چې د عامې روغتيا او مالیې وزارتونو، د اداري اصلاحاتو کمېسیون، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې، د جمهوري ریاست د ملي پراختیا عملیاتي او حمایوي ادارې او د ملي پراختیا شرکت استازو حضور درلود، د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو د معاشونو انډول او د یاد وزارت رغنیزو پروژو انتقال په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال ډاکتر عبدالقدیر وویل،د دغه وزارت د کارکوونکو د معاشونو انډول لپاره یې د منظورۍ په هدف مالیې وزارت ته دوه طرحې لیږلي، چې له منظورۍ ورووسته به دا طرحې د تایېد لپاره د جمهوري ریاست عالي مقام ته ولیږل شي.
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال زیاته کړه، اوس مهال د روغتیا وزارت کارکوونکو د بایومټریک پروسه جریان لري او د دغه وزارت د کارکوونکو د معاشونو د اجرا کیدو غوښتنه یې وکړه. همدا راز یې د ساختماني پروژو د لیږد په اړه هم معلومات وړاندې کړل.
د غونډې په پای کې پريکړه وشوه،چې د احصايې ملي اداره او عامې روغتيا وزارت ، د دغه وزارت د کارکوونکو بايومټريک پروسه چټکه کړي، د ماليې وزارت د عامې روغتيا وزارت د کارکوونکو د معاشونو د برابرۍ طرحه منظوراو د روغتيا وزارت د کارکوونکو معاشونه په مشروط او موقت ډول اجرا کړي. همدا ډول د عامې روغتيا وزارت د رغنیزو پروژو د انتقال په موخه، بايد د ملي پراختيا شرکت او عامې روغتيا وزارت ترمنځ هوکړه ليک لاسليک شي.