د ځوانانو عالي شورا د فعالیت څرنګوالي په تړاو د ځوانانو مشورتي ملي بحث ترسره شو

د ځوانانو عالي شورا د فعالیت څرنګوالي او په مهمو پریکړو کې د هېواد ځوانانو فعال نقش په موخه د ځوانانو مشورتي ملي بحث له ټول هېواد څخه د زرګونو ځوانانو په ګډون د لویې جرګې تالار کې ترسره شو.
د ځوانانو توانمندۍ چارو کې د جمهوري ریاست خاص سکرتر ډاکتر ادریس الکوزي، د ځوانانو عالي شورا د جوړښت په اړه وېنا وکړه وې ویل، دا شورا په ملي موضوعګانو کې د ځوانانو د همغږۍ او نظر غوښتنې په موخه جوړیږي. دا شورا د لزوم دید مطابق د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم په اساس کار پېلوي.
نوموړي ټینګار وکړ، چې نن ورځ ۱۵۰۰ ځوانانو په ۳۰ کمېټو په دغه بحث کې ګډون کړی او زموږ هیله داده، چې خپل سپارل شوی مسوولیت به په ښه ډول ترسره کړو.
له دې سره، د جمهوري ریاست د عالي شوراګانو د انسجام چارو رئیس شاپور ژمن، هم د موضوع په تړاو خبرې وکړې، وې ویل خوښ یم، چې زما نسل نن ورځ د تصمیم نیولو ځایګي لري.
ښاغلي ژمن، د جلالتمآب جمهوررئیس او د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د ملاتړ او اسانتیاوو برابرولو مننه او قدردانۍ سره وویل، چې تر دې وروسته به ځوانان په ملي موضوعګانو کې په څنډه کې نه پاتې کیږي بلکې، په ملي کچه به د تصمیم نیولو په ځایګي کې حکومت ته سلا مشورې ورکوي. هغه زیاته کړه، چې دا شورا د ځوانانو ملاتړ او د وضعیت تغییر لپاره کار کوي ، چې د جمهوریت او د ملت اکثریت غږ به وي.
په دې بحث کې، د خلاقیت او نوښت چارو کې د جمهوررئیس سلاکار سمیع حامد، د ځوانانو د ملي بحث په جوړیدو د خوښې څرګندولو ترڅنګ وویل، نن ورځ د ځوان نوم د جمهوریت له نوم سره یو نه جلا کېدونکی پېوند لري او دا تغییر نسل دی چې په راتلونکې یې زموږ هیله مندي ډېره کړې ده.
د جمهوررئیس سلاکار خپله کړنلاره او نوښت له ځوانانو سره شریک کړل، د ځوانانو ملي بحث په اړه یې ووېل، چې په مختلفو کمېټو کې به د ځوانانو نظرونه ډلبندي او د ګټورو کړنلارو په تړاو به نظرونه شریک شي.
د وېناو په پای کې کمېټو خپل کارونه پېل کړل ترڅو، د ځوانانو عالي شورا د فعالیت څرنګوالي په برخه کې خپل نظرونه وړاندې کړي. ټاکل شوې،چې د دې بحث په پای کې هره کمېټه په جلا جلا پریزینټیشنونو کې خپل نظرونه وړاندې کړي.