د چارو ادارې د ځوانانو کمېټه بیرته فعاله شوه
د جمهوري ریاست د چارو ادارې په لوی ریاست کې د ځوانانو کمېټه بیرته فعاله او خپلمنځي ټاکنې یې وشوې.
د چارو ادارې د ادارې او بشري سرچینو مرستیال ډاکټر احمدالله نوید، د ځوانانو چارو معینیت سرپرست لایق شاه ځدران، ، د چارو ادارې د فرهنګي او ټولنیزو چارو رئیس میاګل وثیق او د ځوانانو کمېټې مخکیني مشر عبدالصمد صارم د مخکینۍ کمېټې د رضاکارو فعالیتونو د ستاینې ترڅنګ وویل، چې نوې کمېټه دې د ځوانانو ملي ستراتیژۍ په پام کې نیولو سره پخپلو رضاکارو فعالیتونو د ځوانانو د هېوادنۍ مینې او نظام د ملاتړ روحیه پياوړې کړي.
وروسته د ټاکنو له لارې زلمی حلیمي د کمېټې نوی مشر، حفیظ الله غفوري او فروحه د مرستیالانو او هارون دادور د منشي په توګه وټاکل شو.
د ځوانانو کمېټې نوي اداري پلاوي ژمنه وکړه، چې په چارو اداره کې د ځوانانو د رضاکارو فعالیتونو د ښه انسجام ترڅنګ به له ځوانانو معینیت سره په همغږۍ د ځوانانو ملي ستراتیژۍ د تطبیق لپاره هڅې کوي.