د چارو ادارې لوی رئیس د لوړو زده کړو وزارت له نوماند او سرپرست سره ولیدل

 

د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د لوړو زده کړو وزارت له نوماند او سرپرست ډاکټر عباس بصیر سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د لوړو زده کړو وزارت نوماند او سرپرست د وزارت او تحصیلي نظام د ښه والي په اړه د چارو ادارې لوی رئیس ته د خپلو طرحو معلومات ورکړل.
د چارو ادارې لوی رئیس د دغو طرحو د هرکلي ترڅنګ، ډاډ ورکړ چې د چارو اداره به د جمهوررئیس د لیدلوري سره سم د دغو طرحو د عملي کولو په برخه کې اسانتیاوې او همغږي رامنځته کړي.