5 تله 1399
د چارو ادارې لوی رئیس د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نوماند او سرپرست سره ولیدل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د کار او ټولنیزو چارو وزارت له نوماند او سرپرست بشیر احمد ته ینج سره ولیدل.
په دې لیدنه کې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوماند او سرپرست د خپلو کاري پروګرامونو او اصلاحي طرحو په اړه معلومات وړاندې او وویل، چې عملي کیدل به یې د وزارت وضعیت ښه کړي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس، د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نویو کاري پروګرامونو او اصلاحي طرحو په هرکلي سره، ډاډ ورکړ چې د جمهوري ریاست د چارو اداره به د دغو پروګرامونو د عملي کیدو لپاره له اړوندو ادارو سره لازمې همغږۍ وکړي.