5 تله 1399
د چارو ادارې لوی رئیس د عدلیې وزارت له نوماند او سرپرست سره وکتل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د عدلیې وزارت له سرپرست او نوماند وزیر فضل احمد معنوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې، د عدلیې وزارت سرپرست د قوانینو د اصلاح او د تدوین پړاوونو د چټکتیا په برخه کې خپل پروګرامونه شریک او پکې د چارو ادارې د لوی ریاست د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د عدلیې وزارت د سرپرست د دغه لیدلوري او پروګرامونو په هرکلي سره، وویل چې د اصلاحاتو د بنسټي کولو، د قوانینو د پر خپل وخت طرحې او تسوید په برخه کې به د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست لازمې همکارۍ او همغږۍ رامنځته کړي.