د غرني يو شمېر ځوانانو د چارو ادارې له لوی رئیس سره وليدل
د غزني ولايت يو شمېر ځوانانو د جمهوري ریاست د چارو ادارې له لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي سره د ليدنې پر مهال د روغتيا، لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې، د کرنې د پياوړتيا په موخه له کروندګرو سره د همکاريو د څرنګوالي او د سيمه ييزې حکومتولۍ نورې اړوندې ستونزې شريکې کړې.
د دې ولايت استازو وويل، چې غزني له محرومو ولايتونو دی او د دولت جدي پاملرنې ته اړتيا لري.
دوی د چارو ادارې د لوی ریاست له رهبرۍ وغوښتل، چې د غزني ولايت ستونزو او پرمختيا ته د مرکزي ادارو په دوامداره همکارۍ کې مرسته وکړي.
دغو ځوانانو دغه راز ، په غزني پوهنتون کې د ليليې د جوړولو، د يو شمېر شپنيو پوهنځيو د فعالولو، د غزني ولايت د پارلماني ټاکنو د ترسره کولو، له دې ولايت څخه د يوه انتصابي سناتور ډ انتصاب، د ملي دسترخوان له پروګرام څخه د څارنې او امنيتي او روغتيايي ستونزو ته د رسيدو په اړه يوه طرحه شريکه کړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس د غزني ولايت د خلکو د قربانيو په يادونې سره، د دغو ځوانانو غوښتنې او وړانديزونه پرځای وګڼل.