د چارو ادارې لوی رئیس د ملي شورا له ترک تبارو غړو سره ولیدل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د هېواد په ولسي او مشرانو جرګو له ترک تبارو غړو سره ولیدل.
په پيل کې، په ولسي جرګه کې د تخار ولایت استازي عبدالله بیګ د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د جمهوري ریاست په ټاکنو کې یې د ډاکټر فضلي د صادقانه هڅو او په دغه ملي بهیر کې د ترک تبارانو د ملاتړ یادونه وکړه.
هغه د افغانستان اسلامي جمهوري نظام او ملي بهیرونو څخه د ملاتړ ترڅنګ، د شمالي ولایتونو ستونزې هم د چارو ادارې له لوی رئیس سره شریکې او د حل غوښتنه یې وکړه.
دغه راز یې، په حکومتي ادارو کې د ترک تبارو ځوانانو د ګومارنې غوښتنه هم وکړه.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس، له نظام څخه د ملاتړ په برخه کې د ترک تبارانو د قربانیو او سرښندنو قدرداني وکړه او ویې ویل، چې جلالتماب جمهور رئیس په ټولو دولتي ادارو کې د کادرونو، ځوانانو او په ځانګړي ډول د محرومو سیمو ګومارنې ته خاصه پاملرنه لري.
ډاکټر فضلي، د ملي شورا ترک تبارو غړو ته ډاډ ورکړ، چې غوښتنې به یې له جلالتماب جمهور رئیس سره شریکې او د ستونزو د حل لپاره به یې لازمې همغږۍ رامنځته کړي.