د کډوالو لپاره د ښار ګوټو  د ځمکو  اړوند ستونزو  حل په موخه ناسته وشوه

د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی رياست د څارنې او قانون ساتنې مرستيال ډاکټر محمد رفيع پوپل په مشرۍ ،  د يو، ان هبيتات موسسې استازو او د کډوالو په چارو کې د جمهور رئيس  سلاکار  سره، کابل او هرات ولايتونو کې د بېرته راستنېدونکو او داخلي بيځايه شوو لپاره د ښارګوټو د ځمکو او  استوګنځای برابرولو په تړاو غونډه وشوه.

د يو، ان هبيتات موسسې استازو د کابل شکر درې ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره د التفات ښارګوټې او هرات ولايت کې د کډوالو لپاره د سعادت ښارګوټي د اړتيا وړ ځمکو، مالي سرچينو،  نقشو، مستحق کسانو په نښه کولو او د ارزانه مسکن د وېش اړوند تخنيکي او حقوقي ستونزو په اړه خبرې وکړې.

د يادې ادارې مسوولينو وويل هرات ولايت کې د کډوالو ښارګوټي د ځمکې ستونزه نشته خو، د کابل شکر دره کې د کډوالو لپاره ځانګړي شوي ښارګوټې ځمکو يوه برخه کې د پلازمېنې زون د پراختيا اداره د شنې سيمې (ساحه سبز) مسله راپورته کړې ده، چې د دوی کارونه يې له ځنډ سره مخ کړي دي.

د يادو شوو ستونزو د حل په موخه تصميم  ونيول شو، چې راتلونکې اونۍ به د جمهوري رياست چارو ادارې لوی رياست کې د يو، ان هبيتات ، پلازمېنې زون د پراختيا ادارې او د ښار جوړونې او اراضي وزارت د استازو ترمنځ غونډه جوړه شي.