د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۳مې ګڼې فرمان پلي کېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۳مې ګڼې فرمان پلي کېدو په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس مولوي انجنیر احمدضیاء خالد په مشرۍ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۳مې ګڼې فرمان د پلي کېدو په موخه، چې د امارتي ځمکو د وېش، پلور او ودانیزو جوازونو اړوند قانون د نافذېدو په اړه صادر شوی د عدلیې، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارتونو، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست د استازو په ګډون د همغږۍ غونډه ترسره شوه.
.
چهارشنبه، ۱۴۴۸هـ.ق ربیعالثاني درېیمه/۱۴۰۵هـ.ش وږي ۲۵مه.
د غونډې په پیل کې مولوي انجنیر احمدضیاء خالد د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۳مې ګڼې فرمان د هر اړخیز پلي کېدو پر اهمیت خبرې وکړې او له اړوندو ادارو یې وغوښتل چې د ترسره شویو چارو او پرمختګونو پایلې وړاندې کړي.
د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایهګذارۍ د تسهیل رئیس وویل؛ د ښارګوټو او د هغو د انتقال په برخه کې یو شمېر ستونزې شته چې باید د یاد قانون له مخې حل او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
ورپسې، د کابل ښاروالۍ سلاکار انجنیر محمد یاسین هلال د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د ۳مې ګڼې فرمان د پلي کېدو او د کابل ښار په کچه د امارتي ځمکو د وېش، پلور او ودانیزو جوازونو اړوند قانون د عملي کېدو د څرنګوالي په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړل.
په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ترسره شویو چارو د پرمختګ کچه دې د یادښت له لارې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی دفتر ته وړاندې شي. همداراز، هغه فورمه چې د چارو ادارې عمومي ریاست د سرمایهګذارۍ د تسهیل ریاست کارپوهانو د راپور ورکولو لپاره چمتو کړې، د واحد جواز ورکولو کمېټې په واک کې ورکړل شي او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه دې د جواز ورکولو مرکزونو څخه هم لیدنه وشي.
یاده غونډه چې د قرانکریم په تلاوت پیل شوې وه؛ د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.