د خصوصي شرکتونو د استازو لپاره د برېښنايي تدارکاتو سیسټم انلاین روزنیز پروګرام ترسره شو
د خصوصي شرکتونو د استازو لپاره د برېښنايي تدارکاتو سیسټم انلاین روزنیز پروګرام ترسره شو
د چارو ادارې عمومي ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو سیسټمونو د پراختیا امریت له لوري، د خصوصي سکتور شرکتونو د استازو لپاره د برېښنايي تدارکاتي سیسټم انلاین روزنیز پروګرام ترسره شو.
نن پنجشنبه، ۱۴۴۸ هـ.ق کال د ربیعالاول ۲۷مه/ د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وږي۱۹مه
په دغه پروګرام کې د خصوصي شرکتونو ۲۰ تنو استازو ګډون کړی و او د برېښنايي تدارکاتو سیسټم له کاري طریقې او امکاناتو سره یې په عملي توګه بلدتیا ترلاسه کړه. د پروګرام په پيل کې د شرکتونو د ثبت، تدارکاتي تشخیص شمېرې (VPIN) ترلاسه کولو، داوطلبۍ سندونو ډاونلوډ، تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه عملي معلومات وړاندې شول.
همدارنګه، د ګډونوالو پوښتنو او مطرح شوو ستونزو ته ځوابونه ورکړل شول او د اړوندو متخصصینو له لوري لازمې لارښوونې وړاندې شوې.
د برېښنايي تدارکاتو سیسټمونو د پراختیا امریت مسؤولینو د دغه ډول پروګرامونو موخه د خصوصي شرکتونو د پوهاوي لوړول، شته تدارکاتي فرصتونو ته د لاسرسي اسانتیا او د برېښنايي خدمتونو څخه د پراخې استفادې هڅول وبلل.