د چارو ادارې لوی رئیس د غور له یو شمېر ځوانانو سره ولیدل
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د غور ولایت له یو شمېر ځوانانو سره ولیدل.
په دې لیدنه کې د نورو په استازیتوب عبدالقادر غوري او حفیظ الله غفوري وویل: زموږ ملت د جمهوري نظام لپاره د سر په بدل مبارزه کړې، موږ په هیڅ قیمت به پر دغه نظام، د ښځو او اتباعو پر اساسي حقونو، ملي امنیتي ځواکونو او نورو بنسټونو معامله ونه منو.
دوی د بریښنایي تذکرو د وېش له بهیر څخه د ملاتړ ترڅنګ په دغو تذکرو کې غوریانو ته د مستقل قومي هویت د لیکلو غوښتنه وکړه.
د غور ځوانانو، دغه راز د سولې په روانو خبرو، د مصالحې عالي شورا او حکومتي جوړښتونو کې غوریانو ته پر ونډې ټینګار وکړ.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی رئیس ډاکټر فضل محمود فضلي د غوریانو د تاریخي عظمت او جمهوري نظام ته یې د قربانیو په قدردانۍ سره وویل، چې جلالتماب جمهور رئیس او د حکومت رهبري په ټولو ادارو کې د ټول هېواد او په خاص ډول د محرومو سیمو د کادرونو او ځوانانو ګډون ته خاصه پاملرنه لري.
ډاکټر فضلي ډاډ ورکړ، چې د غور د خلکو او ځوانانو نورې غوښتنې به هم له جلالتماب جمهور رئیس سره شریکوي او هم به یې له نورو ادارو سره تعقیب کړي.